فرهنګ

دهنري اوفرهنګي سياليو ګټوونکو ته جايزې ورکړى شوې .

کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
دهنري اوفرهنګي سياليو هغو ګټوونکو ته  چې د زمري دمياشتې داته ويشتمې  دهېواد دخپلواکۍ  دبيرته ترلاسه کولو  دکاليزې په مناسبت  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا  ترسره شوې وې  نن  جايزې ورکړى شوې .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دغو مراسمو کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پو هاند محمد رسول باوري دهېواد دهنرمندانو او فرهنګيانو درول او مقام په باره کې  خبرې وکړې او ويې ويل  چې له هنر او فرهنګ  پرته  به  هيڅ ټولنه  ترقي  او پرمختګ  ونه کړي .
  ده زياته کړه  چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهڅو او هاندله امله او دافغانستان داسلامي  جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني په پاملرنه  ، په روان کال  په فرهنګي او هنري برخه کې  دنغدي جايزو په پيسو کې  زياتوالې راغلى دى .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  څرګنده کړه چې  ددغې  فرهنګي او هنري  سيالى  دحکمتوب په  برخه کې  دغه وزارت  هيڅ لاسوهنه نه دې کړې   او ټولې څيړنې او تصميم نيونې  دحکم هيئت له خوا  ترسره شوي دي .
  په دغو مراسمو کې  داجراييه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله پيغام  ددغه رياست  دسلاکار  فريدون خوحون  له خوا ولوستل شوچې په يوه برخه کې يې ددغې هنري  او فرهنګي سيالۍ دترسره کولو په خاطر  داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه  قدرداني شوې ده او ويل شوي دي  چې  افغانستان  دهنرونو په لحاظ  له تيرو وختونوڅخه  بډاى دى  اوپه هره  هنري سيالۍ کې  چې دافغان هنرمندانو  هنري اثار  په ملي او نړيواله کچه  نندارې ته وړاندې شوي دي  لوړ مقامونه يې  ګټلي دي .
  وروسته  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخلکو دفرهنګ رييسې  محبوبې بابکر خيل  خبرې وکړې او ويې ويل  چې په دې فرهنګي  او هنري سيالۍ کې  دشعر ، داستان ، سينما ، تياتر ،ژورناليزم  ،ښکلو هنرونو ، ادبي تحقيقاتو او دلرغون پوهنې دتحقيقاتو  له برخې څخه  درې سوه اثار  نوماند شوې و ،  چې له دې جملې څخه  اووه ويشت اثار  دحکم هيئت له خوا له څيړنې وروسته  دجايزې  مستحق وبلل شول .
  دملي امنيت دشورا سلاکار  نجيب الله منلي  په خبرو کې  په ټولنه کې دفرهنګ او هنر رول  مهم وباله او ويې ويل  چې دهنري اوفرهنګي  سياليو ترسره کول  او دهېواد  دهنرمندانو او فرهنګيانو هڅونه  په هېواد کې دهنر او فرهنګ  دودې  اوبډاينې لپاره  زمينه برابروي .
  ددغو مراسمو په بهير کې  دملي تياتر رياست  دهنرمندانو له خوا  دتياتر پارچه او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دموسيقي رياست دهنرمندانو له خوا  دموسيقي  پارچې هم اجرا شوې .
  په دغې فرهنګي او هنري سيالي کې  دلرغونپوهنې په برخه کې  ډاکتر خليل الله  لومړى مقام ،  کتابخان  دويم مقام او فريد الله نوري دريم مقام وګاټه .
دشعر په برخه کې  شهنواز  باقر لومړى مقام ،   خالدې تحسين  دويم مقام او بختيار تلاش  دريم مقام ترلاسه کړ .
دداستان په برخه  کې  نصير احمد احمدي  لومړى مقام ،  نسيمې باري  دويم مقام او وسيمې  بادغيسۍ   دريم مقام وګاټه .
دژورناليزم په برخه کې  ماري مطمئين  لومړى مقام ، حسيب الله  دويم مقام اوسلطان محمود دريم مقام وګاټه .
  دښکلو هنرونو په برخه کې  مريمې لومړى مقام ،  مسعودعمر دويم مقام او منصور دريم مقام وګاټه .
  دادبي څيړنوپه برخه کې عبدالغفور ليوال لومړى مقام ،  فريبا  فرحت  دويم مقام او عبدالنافع  همت دريم مقام وګاټه .
  دتياتر په برخه کې جميل خالقي  لومړى مقام ، ليلا اتل دويم مقام او عبدالکريم رحماني دريم مقام وګاټه .
  او دسينما په برخه کې مجتبى  جبار  لومړى مقام ، نبي تنها دويم مقام او نسيمې جلال دريم مقام وګاټه .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته