سیاست

محمدعلم ايزديار د ميدان وردګو د ځوانانو شورا د غړو غوښتنې واوريدې

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٢ :
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار نن د ميدان وردګو ولايت د ځوانانو شورا د غړو غوښتنې واوريدې.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته  خبر ورکړ :
په دې کتنه کې يوشمېر ځوانانو د وزګارتيا، په نشه يي توکو د ځوانانو د روږديتوب، په ملي تصميم نيونوکې د ځوانانو نه شتون او يوشمېرنورو مواردو  له پلوه خپلې ستونزې طرحه کړې.
د مشرانو جرګې لومړي نايب د دغو مواردو په تائيدولوسره په ټولنه کې دځوانانو د مقام او رول په باب رڼا واچوله او زياته يې کړه: يو عامل چې په ځوانانو منفي اغيزه کړې ده؛ په هېوادکې درې لسيزې نا امنۍ دي او څرګنده يې کړه چې دا ځوانان دي چې کولاى شي د خپلو علمي زده کړو او ظرفيتونو په لوړولوسره ټولنه او هېواد د ترقۍ او سوکالۍ په لور سوق  کړي او دغه راز  ژمنه يې وکړه چې   دغه ستونزې به له اړوندو مسوولينو سره طرحه کړي.
دغه راز د افغان-ترک د نجونو ليسې يوشمېر زده کوونکو د مشرانو جرګې له رئيس سره په کتنه کې په هېوادکې د افغان- ترک ليسو د فعاليتيونو د بندولو  د احتمال له امله خپلې انديښنې څرګندې کړې او په دې برخه کې يې د سنا مجلس د همکاريو غوښتنه وکړه.
وروسته محمدعلم ايزديار د خبرو په ترڅ کې زياته کړه: په هغې کتنه کې چې د دوست هېواد ترکيې د پوهنې له مسوولينو سره يې درلوده، ده ډاډ ورکړچې د افغانستان د پوهنې له برخې سره يې خپلو همکاريوته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته