سیاستخبرونهTOP

د افغانستان شعیه عالمانو له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلام کړ

کابل/ د وري۲۸/ باختر

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ له ۹ ولايتونو څخه راغلو د اهل تشيع له علماوو او قومي متنفذينو سره داسي مهال وکتل چي د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين ملا عبدالخالق عابد او د کوچيانو عمومي رییيس مولوي ګل زرين کوچي هم حضور درلود.

غونډه کې د اهل تشیع د علماوو څو تنو مشرانو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، او له اسلامي امارت څخه يې خپل ملاتړ اعلام کړ.

د اجماع استقلال وصلح مؤسس ډاکټر صادق شاغاسي د راغلومتنفذينو په استازیتوب وويل: بن کنفرانس د هيواد د اشغال او قومي او سمتي تعصبونو د زيږېدلو وثيقه او بالعکس د دوحې تړون بيا د هېواد استقلال او قومونو تر منځ د يووالي او ورورولۍ وثيقه بللای شو.

راغليو مشرانو ځينې طرحې او وړانديزونه هم درلودل چي په ليکلي بڼه يې شريک کړل.

په ورته وخت کې سرپرست وزير ملا نورالله نوري راغلو مشرانو او عالمانو ته هرکلی ووايه او د دوی نظرونه يې د قدر وړ وبلل.

ښاغلي نوري زياته کړه چي موږ پر ملي وحدت باور لرو او د رغنده مشورو او توصيو لپاره مو دروازې تل د خپلو مشرانو پر مخ پرانيستې دي.

د یادولو وړ ده چې د غونډې ګډونوالو د اسلامي امارت نه په ټول هېواد کې د بشپړ امنیت له کبله مننه وکړه او په دې اړوند يې تر خپله وسه  د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

عبدالمتین افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته