امنیت

درې تنه وسله وال مخالفين په لوګرولايت کې ووژل شول او پنځه تنه نوريې ونيول شول

پل علم   باختردمرغومي دمياشتې  ٢٧ :
په لوګرولايت کې تېره شپه د ايتلاف د ځواکونوپه هوايي عملياتو کې درې تنه وسله وال مخالفين ووژل شول اوپنځه تنه نور يې ونيول شول.
دلوګرولايت د همغږى د مرکز دقوماندانۍ ويندوى باختراژانس ته وويل: دغه هوايي عمليات د تيرې شپې په يوه بجه د بره کي برک ولسوالۍ په توري خيلوکلي کې ترسره شول او له امله يې د دولت درې تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او پنځه تنه نور يې ونيول شول.
ويل کيږي په دغو عملياتوکې چې دملي اردو ځانګړې قطعې ګډون درلود؛ د دوى يو سرتيرى هم شهيد شوى دى.
دلوګرولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر رييس خان عبدالرحيم زي ددغه خبرپه تائيدولو سره وويل: په دغو عملياتو کې دوه کلاشينکوفونه ، څلور شاژورونه ګولۍ او څلور لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته