اقتصاد

ښايي د سپين ږيرو په منځګړيتوب د برېښنا د لېږدونې د ستنو د ترميم کار پيل شي

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه 
د غوري برېښنا شرکت رييس وايي چې ښايي د سپين ږيرو په منځګړيتوب په بغلان کې د برېښنا د ويجاړو شويو ستنو د ترميم کار پيل شي.
د غوري برېښنا شرکت رييس ډيپلوم انجينرعبدل اول د باخترآژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل چې دوه ورځې مخکې د پلخمري ښار د ډنډ شهاب الدين په مربوطاتو او د زاړه بغلان د بولک مرداد په حسن تال کلي کې د وارداتې برېښنا د لېږدونې ستنې د وسله والو مخالفينو له خوا ويجاړې شوې او د کابل په ګډون په لس ولايتونو کې د برېښنا بهير وشلېد.
هغه زياته کړه چې ښايي د سپين ږيرو په منځګړيتوب د ويجاړو شويو ستنو د بيارغاونې زمينه برابره شي.
خبرځاى زياته کړه چې د وسايلو او د اړتيا وړ پرزو په ګډون له بشري ځواک سره  تخنيکي تدابير نيول شوي دي او د امنيتي ګواښونو په لرې کېدو سره د ويجاړو شويو ستنو د ترميم عملي کار پيليږي .
مخالفو وسله والو کسانو تر اوسه پورې څو ځلې د برېښنا د لېږدونې ستنې ويجاړې کړې دي.
پاى  ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته