ټولنه

دسترې محکمې دويډيو کنفرانس سالون په رسمي ډول پرانستل شو

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢ :
دسترې محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم نن له غرمې وروسته په داسې حال کې چې  دسترې محکمې دعالي شوراغړي  هم حاضر وو ، دسترې محکمې  دويډيو کنفرانس سالون په رسمي ډول پرانست اوپه  امتحاني ډول يې دقندهار ولايت داستيناف محکمې له رئيس سره اړيکه ونيوله او ددغې محکمې داجرااتو اوفعاليتونو رپوټ يې واوريد.دسترې محکمې دخپرونورياست باختراژآنس ته خبرورکړ.ستره محکمه له يوکال څخه را په دې خوا زيات اقدامات کړي دي  چې دسترې محکمې په مقر کې  دويډيو کنفرانس سيستم فعال کړي اوله دې لارې  دآنلاين رپوټ  اخيستلو نظام رامنځته  او  دمحکمو دکار او فعاليت څارنه  وکړي او دغه راز  دقانون دواکمنۍ دتامينولو او دقضايي عدالت درعايتولو په خاطر  دسترې محکمې لارښوونې  محکمو ته وليږدوي چې له نيکه مرغه  دغه سيستم دسترې محکمې په مرکزکې فعال شو  او دغه رازپه مرکز  او دهېواد  په زونونو کې  د شاملو ولايتونو له ټولو دولتي اداروسره  داړيکو دنيولو  ظرفيت لري اوټاکل شوې ده دهېواد دولايتونو  داستيناف په نورو  محکمو کې ددغه سيستم  دفعالولو په برخه کې دنړيوال بانک په همکارۍ  لازم اقدامات وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته