امنیت

درې تنه پوځيان شهيدان شول

کابل باختر دوږي  شپږمه :
  په نيمروز ولايت کې درې تنه پوځيان شهيدان شول .
د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې تېره شپه په امنيتي پوستې د وسله والو طالبانوپه بريدکې څلور تنه پوځيان شهيدان شول .
د نيمروز ولايت يوه امنيتي مسوول چې د نامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه؛ باختر آژانس ته وويل: وسله والو طالبانو د زرنج _دلارام د لوى لارې په اوږدوکې د خاشرود ولسوالۍ د جګين په سيمه کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې د دواړو لورو ترمنځ جګړه ونښته او د نښتې په پاى کې د ملي اردو درې تنه سرتيري او د پوليسو يو ساتنمن شهيد شو او له نښتې وروسته طالبان په شاتګ ته اړ شول .
ده زياته کړه  چې وسله والو طالبانو ته هم زيان اوښتى دى؛ خو تر اوسه پورې يې دقيق شمېر نه دى روښانه شوى.
د خاشرود ولسوالۍ د هلمند او فراه د نا امنو ولايتونو ترمنځ موقعيت لري او د زرنج- دلارام لويه لاره د هېواد له مرکز او له هغو ولايتونو سره نښلوي چې له دغې ولسوالۍ څخه تيريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته