سیاست

دافغانستان ترکمنستان ترمنځ داړيکو په پراختيا باندې د دواړو هيوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو ټينګار.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
دافغانستان داسلامي جمهوريت او د ترکمنستان جمهوريت دبهرنيو چارو وزيرانو د دواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ.
دباختر آژانس دخبرله مخې : دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين او د ترکمنستان جمهوريت دبهرنيو چارو وزير رشيد مرادوف نن غرمه دهند جمهوريت په امرتسرښارکې د آسيا د زړه – داستانبول دبهير دوزيرانو دشپږم کنفرانس ترڅنګ وکتل او دهغو موافقو په باب چې د دواړو هيوادونو دجمهورو رييسانو په کتنه کې دافغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو دپراختيا لپاره شوي دي او ددغو موافقو دعملي کولو لپاره دلازمو اقداماتو په باب خبرې وکړې.
دافغانستان او ترکمنستان دبهرنيو چارو وزيرانو د اتامراد- آقينه داوسپنې پټلۍ پرانستل د دواړو هيوادونو ترمنځ همکاريو کې ديادونې وړبرياليتوب وباله او په بيلابيلو ساحو په تيره بيا دسوداګرۍ،ترانسپورت او دانرژۍ په برخو کې ددغو همکاريو دلازياتې پراختيا لپاره د دواړو لورو په جدي ارادې بانډې ټينګار وکړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته