کابل باختر د چنګاښ لسمه :
دوه تنه انسان تښتوونکي دامنيتي ځواکونو له خوا په قندهار کې ونيول شول .
دقندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل: دغو دوو تنو انسان تښتوونکو څو ورځې مخکې يوماشوم دقندهار ښار ددريمې امنيتي حوزې له مربوطاتو څخه تښتولى و.
خبرځاى زياته کړه، پوليسو تښتول شوى ماشوم هم دتښتوونکو له منګولو څخه ازاد اوکورنۍ ته يې وسپاره .
نيول شويوکسانو ددغه ماشوم دتښتونې په باب په خپل جرم اعتراف کړى دى او قضيه څيړل کيږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ