سیاست

د پيوستون او یووالي وخت دی

کابل / د کب ٢مه / باختر
افغانستان د تاریخ له ډېر حساس پړاوه تېرېږي او خورا سترې دندې د افغانانو مخې ته پرتې دي چې باید د ترسره کولو لپاره یې ټول ملت په ګډه او پوره اخلاص زیار وباسي.
د باختر آژانس مفسر په اوسني پړاو کې د ملت د یووالي ارزښت ته کتنه کړې ده او لیکي:
د اوسني پړاو حساسیت په دې کې نغښتی چې د سولې لپاره هم دننه په کور او هم په سیمه ییزه او نړیواله کچه تر ټولو ښه فرصت برابر شوی دی، خو ګڼ ګواښونه هم شته چې کولای شي دغه فرصت په اوبو لاهو کړي. له دې امله باید برابر شوی فرصت په ډېره ښه توګه مدیریت شي او د ټولو هغو ګواښونو مخه ونیول شي چې هغه  له خطر سره مخ کولای شي.
یو له دغو ګواښونو سیاسي ناندرۍ دي. منو چې په یوه ولسواکه ټولنه کې، په یوه داسې ټولنه کې چې هلته هر څوک د خپل نظر د څرګندولو حق لري او دا حق قانون خوندی کړی او تضمین کړی دی، سیاسي بېلابېل دریځونه یوه عادي خبره ده، نه یوازې یوه عادي خبره ده، بلکې د نظام له پياوړي کولو او د دموکراسي له بنسټي کولو سره مرسته کوي.
خو دلته باید یو ټکی ښه روښانه او څرګند وي او هغه دا چې سیاسي بېلابېل دریځونه یوه خبره ده او ناندریو ته لمن وهل جلا خبره ده. که سیاسي تنوع او رنګارنګي د نظام او دموکراسۍ له پیاوړتیا سره مرسته کولای شي، سیاسي ناندرۍ بیا منفی نقش لوبوي او نظام او دموکراسي کمزورې کوي، له خلکو سره وېره او اندېښنه راټوکوي، سیاسي فضا خړه پړه کوي، اختلافاتو او بې اتفاقیو ته لمن وهي.
له بده مرغه ځیني د دموکراسۍ او مدني حقونو تر شعار او نامه لاندې پر داسې څه لاس پورې کوي چې نه له دموکراسۍ سره اړخ لګوي او نه هم له مدني حقونو سره. په هر اقدام او هر دریځ کې باید د هېواد ملي ګټې اصلي محور او بنسټ وي. هر سیاستوال، هر ګوند او ډله ټپله چې هره پرېکړه کوي، هر ډول دریځ غوره کوي، باید لومړی خپله پرېکړه او خپل دریځ د افغانستان د ملي ګټو په تله کې واچوي او ویې تلي چې دا د ملت او هېواد په ګټه دی او که نه، مثبت اړخونه یې کوم دي او منفي اړخونه یې کوم دي، ګټه یې ډېره ده او که زیان. کله چې دغه راز یو هراړخیز او روښانه تحلیل او تول وشي، نو بیا دې پرېکړه وکړي او دریځ دې غوره کړي.
احساساتي پرېکړې کله هم ښې او مثبتې پایلې نه شي رامنځ ته کولای. د ګڼو هېوادونو او همدارنګه افغانستان تاریخ شاهد دی چې که هر مشر او هر سیاستوال په هر وخت کې له هراړخیز تحلیل او تول پرته احساساتي پرېکړه کړې ده، هم یې خپل سر خوړلی دی او هم یې هېواد او ملت له ستر ناورین او بحران سره مخ کړی دی. د افغانستان اوسنی حالت داسی دی چې له ټولو د عقلاني سیاست غوښتنه کوي، نه د احساساتي سیاست، د هر اړخیز تحلیل پر بنسټ د پرېکړو غوښتنه کوي، نه د احساساتو پر بنسټ. ملي ګټې، د خلکو آرامي او سوکالي، د ټولنې امنیت او ثبات باید د ټولو هغو لپاره، چې د سیاست کولو تمه لري، سرې کرښې وي او هېڅوک باید دا حق ځان ته ورنه کړي چې له دغو سرو کرښو پښه ها خوا واړوي. افغانان نن ملي یووالي او پیوستون ته اړتیا لري او ټول باید د ملي یووالي او پیوستون لپاره کار وکړي.
پاى/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته