ټولنه

دوه ورځنی ښوونيز سمينار پيل شو

کابل باختر دليندۍ دمیاشتې وویشتمه
شپږ سوه اوياتنو ښوونکو ته دوه ورځنی ښوونيز سمينار پيل شو.
د روزګان ولايت د پوهنې رياست مسوولین وايي چې د شپږ سوه اویا تنوښوونکو د لا مسلکيتوب لپاره يې ورته دوه ورځنی ښوونیز سمينار جوړ کړی.
د روزګان ولايت د پوهني رياست سرپرست نجیب الله کامران وایي چې، په دغه سیمینار کي به د بېلا بېلو ميتودونو، د زده کوونکو د ښه او ژر پوهیدلو وړتیا او نور هغه مهارتونه چې یو مسلکي ښوونکی ورته د لوست ورکولو پر مهال اړتیا لري؛ ور زده کړل شي. دی زیاتوي چې د وروستیو ناامنیو له امله هغه  دوه شپيتو زروتنو زده کوونکو چې د دې ولایت په بېلا بېلو سیمو کي په زده کړو بوخت و؛اوس یواځې  پنځلس زره تنه زده کوونکي زده کړو ته لاسرسی لري او نور ټول یا د ناامنیو له امله نورو سیمو ته کډه شوي او یا يي هم په سیمو کي ښوونځي تړل شوي دي.
د کامران په وینا د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کي ددوی څه نا څه ښوونځي خلاص دي خو یواځي د چارچینو ولسوالي ده چې هلته د ښوونځيو دروازې دزده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته