کابل باختر د زمري اوومه :
يو ډير قوي ماين چې دوسله والو مخالفينو له خوا دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې ښخ کړى شوى و دملي امنيت دويښو کارکوونکو له خوا کشف اوشنډ کړاى شو .
دغه ماين دياغيانو له خوا په امنيتي ځواکونو دبريد په مقصد دشينډنډ ولسوالۍ د قلعه رستم په سيند کې ځاى پرحاى شوى و چې دملي اردو د انجنيري دټيم له خوا کشف او شنډ کړاى شو .
ددغه ماين په کشف او شنډولو سره ديو تروريستي بريد مخه نيول شوې ده .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دهرات ولايت دملي امنيت دکارکوونکو د اوپراتيفي کار له امله درې تنه وسله والو غله او دامنيت ګډوډونکي په هرات ښار کې ونيول شول .
دغه کسان چې اميد دغلام يحيي زوى ، فرهاد د نورالدين زوى او فريد د اختر محمد زوى بلل شوي دي ، دهرات ښار دشپږمې ناحيې د جوى انجيل په سيمه کې ونيول شول .
ويل کيږي چې له دغو کسانو څخه يوه مکروف تومانچه او يوه اندازه سړه وسله هم ترلاسه شوې ده .
دغه کسان دملي امنيت درياست دکارکوونکو له خوا په داسې حال کې ونيول شول چې ديو تيوتا موټر په واسطه دحرکت په حال کې و .
1 1 دقیقه لوستل