امنیت

اووه تنه وسل وال طالبان د ناټو د هوايي بريد له امله په نورستان کې ووژل شول

 کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ٢٨ :
اووه تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ولايت کې دناټو د هوايي بريدله امله ووژل شول.
په دغوجګړه مارانو پرون ناوخته د ډيورندکرښې ته څېرمه په کامديش ولسوالۍ  کې د دوى په پټنځي کې بريد وشو.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د بې پيلوټه الوتکې په دې هوايي بريدکې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: يرغلګر د ډيورندکرښې ته څېرمه په کامديش ولسوالۍ کې په خپل پټنځي کې د يولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې بريد پرې وشو او ووژل شول.
ويل کيږي؛ د ناټو په دې هوايي بريدکې د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته