امنیت

لس وسله وال طالبان په پلخمري کې ووژل شول

کابل/دلړم۱۲مه/باختر
لس وسله وال طالبان تېره شپه د پلخمري ښار په ډند شهاب الدين کې په هوايي بريدونوکې ووژل شول.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونيار نقيب الله يوسفي باختر آژانس ته وويل  چې دغه هوايي بريدونه د ډڼډ شهاب الدين په اکاخېلو ساحه کې د دښمن پر سنګرونو ترسره شول چې په پايله کې يې د طالبانو د دوو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ١٠ وسله وال طالبان ووژل شول او څو نور يې ټپيان شول.
ويل کېږي پوځيان په ډنډ شهاب الدين کې د مشکوکو ساحو د پلټنې په حال کې دي.
يوسفي زياته کړه: د وسله والو طالبانو له شتون څخه د ډنډ شهاب الدين په پاکولو د پلخمري – بغلان لويې لارې په تګلوري کې ګواښونه لرې شوي دي او مسافران له کومې انديښنې پرته په دغه تګلوري کې تګ راتګ کوي.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته