سیاست

د بنسټیزو پروژو د حفظ او مراقبت په موخه غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د وري د مياشتې١٣مه
دغه غونډه چې د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنیرمحمد خان په مشرۍ په سپیدار ماڼۍ کې جوړه شوه؛ د اوبو او انرژۍ، فوايد عامې، مالیې، بهرنیو چارو، کرنې او اوبو لګولو، ښار جوړونې د وزارتونو او د برېښنا ریاست په ګډون یو شمېر نورو ارګانونو ګډون درلود.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال د سړکونو، تعمیرونو او بندونو حفظ او مراقبت تر ډېره کمزوری وباله او زیاته یې کړه چې په دې اړه باید یوه هر اړخیزه او جامع طرحه جوړه شي.
لومړي مرستيال زیاته کړه چې که چیرې زیانمن شوې بنسټیزې پروژې او زیربناوې پر وخت بېرته ترمیم نه شي، نو د له منځه تلو له ګواښ سره مخ کیږي او د بیا ترمیم پر ځای بیا جوړولو ته اړتیا پیدا کوي چې له یوې خوا د وخت ضایع او له بلې خوا یې لګښت ډیریږي.
د اوبو او برېښنا وزیر  وویل چې اوسمهال یو شمېر بندونه جدي مراقبت او ترمیم ته اړتیا لري.
نوموړي د نغلو، لومړي پلخمري او دویم پلخمري او کجکی بندونو ته په اشارې سره وویل چې دغه بندونه له جدي ګواښ سره مخ دي، خو د اوبو او برېښنا وزارت یې د بیا ترمیم لپاره کافي بودیجه نه لري.
د فوايد عامې وزیر محمود بلیغ په راتلوونکې کې د څو پلانونو خبره وکړه او زیاته يې کړه چې د نړیوال بانک په مرسته به د هېواد د سړکونو سروې ترسره شي او د ترمیم په موخه به یې کوټلي ګامونه اوچت شي.
ښاغلي بلیغ په روان کال کې د کابل ـ جلال اباد او کابل ـ کندهار د لویو لارو او سړکونو د بیا ترمیم خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې هڅه به یې دا وي چې د هېواد سړکونه او لویې لارې په ښه توګه ترمیم شي.
د مالیې وزارت په دې برخه کې شته بودیجه کمه وبلله او زیاته يې کړه چې په نوره نړۍ کې د ټولې بودیجې له ۸ تر ۱۲ سلنه یې حفظ او مراقبت ته ځانکړې کیږي په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۴.۱سلنه بودیجه د دغې برخې لپاره ځانګړې شوې چې په روان کال کې دغه بودیجه ۵سلنې ته لوړه شوې ده.
په دې غونډه کې د بهرنیو چارو، ښار جوړونې، اطلاعاتو او فرهنګ او د کرنې او اوبولګولو د وزارتونو او د برېښنا ریاست چارواکو خپل نظرونه شریک کړل او ټینګار يې وکړ چې له بنسټیزو پروژو باید ساتنه وشي او د لمنځه تلو مخه يې ونیول شي.
په پای کې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان وویل چې دغه موضوع به د وزیرانو شورا تر پرېکړې وروسته د یوې تخنیکي کمیټې له خوا په هر اړخیزه توګه تر څېړنې لاندې ونیول شي او په دې اړه به یوه هر اړخيزه طرحه جوړه شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته