امنیت

شپږ ملکيان په سمنګانو کې ټپيان شول

کابل /د زمري ٣مه / باختر
شپږ ملکيان تېره شپه په سمنګانوکې د پوځيانو او طالبآنو ترمنځ په جګړه کې تپيان شول.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ دغه کسان د سمنګانو د حضرت سلطان ولسوالۍ د غزنيګګ په سيمه کې هغه وخت ټپيان شول چې د بلخ –سمنګانو په لويه لاره کې د جګړې لوري د دوى د سپرلۍ پرموټر ډزې وکړې.
د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول منير رحيمي وايي چې طالبان هره ورځ په دې سيمه کې پر هغوموټرونو چې د دوى په امرنه درېږي ډزې کوي.
ويل کېږي د پېښې ټپيان د ايبکو ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي اوتردرملنې لاندې دي.
-عطاالله – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته