سیاست

مشرانو جرګې د ننګرهار د شورا رييس وستايل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار نن دننګرهار ولايت د سولې د شورا د رييس حاجي ملک محمد نظير کړه وړه د ستاين ليک په ورکولو سره وستايل.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د ننګرهار ولايت د سوداګړو د اتحاديې رييس حاجي ګل مراد عرب د دغې اتحاديې مرستيال حاجي عبدالرحمن هډه وال، جهادي قوماندان او د ننګرهار ولايت پخواني مرستيال ډاکتر محمد آصف قاضي زاده او ځينو نورو مشرانو برخه لرله؛ له دوى سره د همکارۍ د ژمنې په ترڅ کې په ننګرهار کې د سولې په ټينګښت او د قومي شخړې په حل کولوکې د ملک محمد نظير د هڅو او هاند له امله مننه وکړه او ټينګار يې وکړ چې نور قومي مشران هم له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي چې د هيواد په ګوټ ګوټ په تېره بيا په ننګرهار ولايت کې ښه امنيت تامين شي.
په کتنه کې د ننګرهار ولايت د سولې د شورا رييس او قومي مشر حاجي ملک محمد نظير او نورو برخه والو امنيت زموږ ځوريدلو خلکو ته يو اساسي لومړيتوب وباله او ژمنه يې وکړه چې د سولې او امنيت د تامينولو په برخه کې به له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .
دغه راز د مشرانو جرګې رييس په يوه جلا غونډه کې د آريانا پوهنتون د رييس څيړونکي عبدالحق دانشمندکړه وړه د ستاين ليک په ورکولو سره وستايل او د اړوندو چارو په ترسره کولوکې يې د ده د لازياتو برياليتوبونو هيله وکړه.
ښاغلي دانشمند د سنامجلس معنوي ستاينه د علم او پوهې په پراختيا او د لوړو زده کړو دوام ته د ځوانانو په هڅونه کې اغيزمنه وبلله او ژمنه يې وکړه چې له پخوا زيات به د ځوان نسل په خدمت کې وي .
د يوبل خبرله مخې: د سنامجلس لومړي نايب محمد علم ايزديار نن په داسې حال کې چې د مشرانو جرګې د ديني او فرهنګي چارو کميسيون غړي او يو شمېر سناتوران حاضر وو ، قاري احمدشاه منصور وستايل.
د قرآنکريم حافظ قاري احمدشاه منصور چې د مصر د الازهر د ټولنې له خوا د سرو زرو د مډال په ترلاسه کولو بريالى شوى دى؛ وويل : دقرآنکريم د قرائت په هغو سياليوکې چې په دغه هيواد کې ترسره شوې؛ ګډون وکړ او د لوړو درجو په ترلاسه کولو سره يې افغانستان ته وياړنې ګټلې دي.
دغه راز دى د دغه هيواد د معتبرو بنسټونو له خوا د ستاين ليکونو په ترلاسه کولو هم بريالى شوى دى .
د مشرانو جرګې لومړي نايب ده ته د مبارکيو د ويلو په ترڅ کې د ديني پوهنې د پراختيا او د امنيت او ثبات په تامينولوکې دعالمانو د رول په باب خبرې وکړې او هيله يې وکړه: هغه زده کوونکي چې له هيواد څخه په بهرکې په زده کړې بوخت دي؛ کولاى شي په هيوادکې د خپلو زده کړو په پاى ته رسولو سره د هيواد په دننه کې په ديني مدرسوکې د لوست د کيفيت په لوړولوکې مرسته وکړي چې نور ميندې او پلرونه خپل بچيان د ديني زده کړو لپاره له هيواد څخه بهرته ونه ليږي.
د مشرانو جرګې لومړي نايب د مشرانو جرګې د نښان او ستاين ليک په ورکولو سره دى وستايه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته