ټولنه

د غزنى په اندړوکې کورنۍ نور د ولور د اخيستلو حق نه لري

کابل باختر د مرغومي شپږمه :
د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ سيمه ئيزومشرانو پريکړه وکړه چې له دې وروسته هيڅ کورنۍ د زوم له کورنۍ څخه د ولور په نامه د پيسو د اخيستلوحق نه لري.
دغومشرانو دغه راز جبري ودونه، له قانوني عمر څخه ښکته ودونه اوپه بدوکې د نجونو ورکول د اسلام د مبين دين د لارښونوپرخلاف وبلل او په پريکړه کې ويل شوي دي: هغه سړي چې دويم واده کوي؛ بايد خپلې لومړۍ ميرمنې ته څلور سوه پنځوس زره افغانۍ د مهر حق ورکړي او د همدې پريکړې له مخې: هغه کورنۍ چې د مشرانو له دغې پريکړې څخه سرغړونه وکړي؛ بايد دوه سوه پنځوس زره افغانۍ د جريمې په توګه ورکړي.
دغه تصميم په دې وروستيو وختوکې د اندړو ولسوالۍ د شليګر د سيمې دهغه ځاى د قومي مشرانوله خوا نيول شوى دى چې په زوم د زياتو لګښتونو منل په يو دود بدل شوى و.
دا په داسې حال کې ده چې پخوا په اندړوپه تېره بياپه شليګرساحه کې د زوم له کورنۍ  څخه تر يو نيم مليونو افغانيو پورې د ولور په توګه اخيستل کيدې .
  د اندړو ولسوالۍ يوه قومي مشر باخترآژانس ته وويل: موږ وپتيله چې له شتمنې کورنۍ څخه دې تر درې سوه زروافغانيو پورې ولور واخيستل شي.
يوه ځوان جان محمد چې دوه کاله کيږي کوژدن دى؛ خو د ولور او د واده د لګښت  پيسې يې تراوسه پورې نه دې برابر  کړې. د قومي مشرانو د دغه تصميم هرکلي کوي او وايي: د ولور په پيسو سربېره د زوم له کورنۍ څخه د ناوې دکورنۍ له خوا د واده د مراسمو د پرځاى کولو لپاره ملاماتوونکي لګښتونه هم زغمل کيږي چې زياتره ځوانان له دې پلوه له ستونزو سره مخامخ دي.
د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسي وال وايي چې په دې ولسوالۍ کې څه دپاسه پنځه زره کورنۍ په څلور سوه اووه پنځوسو کليوکې ژوندکوي او له کلونو کلونو راپديخوا د ولور د پيسو او د واده لپاره د زياتو لګښتونو د ورکولو له پلوه له ستونزو سره مخامخ دي او د سيمې د مشرانو او د ديني عالمانو پريکړې او په دې غونډه کې د برخه والو په موافقې سره ستونزې حل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته