امنیت

دکابل پوليسو درې تنه دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو په تور په پغمان کې ونيول

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٩
دکابل پوليسو درې تنه دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو په تور دپغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول .
دباخترآژانس  د خبريال دخبرله مخې :  دپوليسو دپلټنې په هغو عملياتو کې چې په پغمان کې ترسره شول  دغه درې تنه له يوکلاشينکوف ، يوې تومانچې ، يوې برچې ، يوې مخابرې  او له يوې اندازې مهماتوسره  ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته