ټولنه

په کندز کې لسګونو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د غويي ٢٤مه / باختر
په کندز کې پرون پر ١٢٠ اړو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
د قلعه ذال ولسوال احمد فهيم قرلق باختر آژانس ته وويل چې د ترکيې (تيکا) موسسې د روژې د مبارکې مياشتې په درناوي د دغه ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې پر ١٢٠ اړو کورنيو خوراکي توکي ووېشل.
هغه زياته کړه: په دغو خوراکي توکو کې اوړه، وريجې، لوبيا، غوړي، چاى، بوره      او مالګه شته.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته