امنیت

په ننګرهار ولایت کې د ترهګرو د وسلو او مهماتو یوه لویه ډيپو کشف شوه

کابل باختر دکب پنځه ويشتمه :
د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د دويمې ناحیې په یو ښوونځي کې د وسلو او مهماتو یوه لویه ډيپو کشف شوه:
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ
له دغه ډيپو څخه – اووه آر-پي- جي – ٧توغندي ویشتونکي – څلور دهشکې- دوه کلاشینکوفونه- څوارلس مخابرې- څلور مخابرې- ۱۱۰ زره امریکايي ډالر- د ډول ډول وسلو په زرګونه ګولۍ- د فلم اخیستو درې کمرې او ګڼ شمېر نور نظامي توکي  ترلاسه شول  او په دې اړوند دوه تنه ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته