فرهنګ

په هرات کې د ” میرزایان برناباد ” کتاب مخکتنه وشوه

 کابل / د وږي ٢٨مه / باختر
د ارواښاد میرغلام رضا مایل هروي اثر يا د "میرزایان برناباد" کتاب د آرتاکوانا فرهنګي او څېړنیز بنسټ له لوري د علامه سلجوقي په تالار کې مخکتنه وشوه.
دغه کتاب د ۱۳۴۳ هجري لمريزکال په کابل کې د افغانستان د تاریخ ټولنې له خوا خپورشوی و، خو له هغه وخته تراوسه نه دى چاپ شوی.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د فرهنګ او هنر آمر ضرغام وویل چې دغه کتاب د هرات هغه کلى او سیمه ییز قومونه معرفي کړي دي چې له زیاتو کلونو راپدېخوا په هرات کې ژوند کاوه.
ضرغام دغه راز وویل: له "میرزایان برناباد" چې د تیموریانو په وخت کې ژوند کاوه، زیات تاریخي آثار پاتي دي.
دغه کتاب د میرزا رضا برنابادي له خطي نسخې څخه چاپ شوی دی چې ارواښاد میرغلام رضا مایل هروي هم د دغه اثر د ژوندي پاتې کېدو لپاره زیاتې هلې ځلې کړې دي.
میرغلام رضا مایل هروي له ۴۰ زیات ليکلي آثار درلودل چې په کابل، فراه او هرات کې د ښوونکي په توګه هم دنده ترسره کوله او د هرات له مشهورو فرهنګي څېرو څخه و.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته