اقتصاد

نوي بانکنوټونه نه چاپيږي

کابل  باخترد وري دمياشتې  ١٣ :
دمرکزي بانک رييس وايي چې دوى له اصلي پيسو څخه د تقلبي پيسو دتفکيک په مقصد، د عامه پوهاوي پروګرام پيل کړى دى .
د مرکزي بانک رييس نورالله دلاوري اصلي اوتقلبي پيسو د تفکيک په مقصد، د پوهاوي دپروګرام دپيل خبرې کوي  او وايي چې په  دې وروستيو وختوکې دجعلي نوټونو ترويج دخلکو د انديښنې سببونه برابر کړي دي .
دلاوري دباخترآژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل چې درې کاله مخکې دافغانستان ملي شورا د درې سوه ملياردو افغانيود چاپولو  جواز صادرکړ چې له دغه بهيرڅخه به له اړتياسره سم استفاده وشي .
دلاوري وويل: موږ هره اوونۍ مندرسې پيسې  راټولوو اوکه اړتياوي؛ په بدل کې يې زيرمه پيسې بازار ته وړاندې کوو.
ده  دغه آوازې ردې کړې چې ګنې دغه بانک به  نوي بانکنوټونه چاپ کړي.
دلاوري وايي: ستونزه په جعلي نوټونوکې ده. موږ دهيواد په مرکز او ولايتونوکې  داصلي بانکنوټونو دپيژندنې په  خاطر دعامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي دي .
سره له دې چې په کابل ښارکې يو شمير خلک اوصرافان دتقلبي اوجعلي نوټونو د شتون له امله شکايت لري؛خو دافغانستان بانک رييس دلاوري وايي چې په اصلي افعاني بانکنوټونوکې داسې مشخصات شته چې په آسانۍ سره له جعلي پيسو څخه تفکيک کيږي .
ده زياته کړه: اصلي بانکنوټونه زيږ چاپ لري اوپه پنځه سوه افغانيګي او زر افغانيګي  بانکنوټونو کې يوه نقره يي تسمه شته چې د افغانستان بانک د لوګو يا نښان رنګ اوپيسې يې په څرګند ډول پکې ښکاري .
دلاوري تائيدکړه چې تيره اوونۍ پوليسو يوه اندازه جعلي پيسې کشف او متقلبين يې نيولي دي .
ديادونې وړ ده چې مرکزي بانک په هيوادکې تردوران لاندې يوسلو شپږاتيامليارده افغانۍ لري او ددغه بانک له خوا د بانکنوټونو داستهلاک موده درې کاله په پام کې نيول شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته