امنیت

په ننګرهارکې لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکي کشف شول

 کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ٣٠ :
په لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکي په ننګرهار ولايت کې د ملي اردو دځواکونو له خوا کشف شول.
دغه مواد پرون ناوخته د دغه ولايت د مرکز له ختيځې سيمې څخه د خاصو عملياتو په بهيرکې ترلاسه شول.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د ملي اردو ځواکونو په دغو عملياتوکې په لسګونو کيلوګرامه هيروئين ترلاسه کړي دي.
د دغو نشه يي توکو د کشف د څرنګوالي په باب څه نه دي ويل شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته