سیاست

رحمت الله نبيل: د انتخاباتو پايلې باطلې دي

کابل/ د سلواغې۳۰ مه/ باختر
د سولې او امنيت د انتخاباتي ډلې مشر رحمت الله نبيل سره له دې چې د جمهوري رياست انتخاباتو پايلې باطلې وبللې؛ ټينګار يې وکړ چې د بحران په لور د هېواد له ورتګ سره مخالف دى.
د باختر آژانس د خبر له  مخې؛ رحمت الله  نبيل نن په يوه خبرې غونډه کې د جمهوري رياست انتخاباتو د پايلو په نسبت غبرګون وښود او د دې ترڅنګ چې د انتخاباتو پايلې يې باطلې وبللې؛ ويې ويل چې تقلبي حکومت د سولې او امنيت انتخاباتي ډلې ته د منلو وړ نه دى، خو بيا هم دوى د بحران پر لور د هېواد له تللو سره مخالف دي.
هغه خبر دارى ورکړ: د موازي حکومتونو جوړول به يو ځل بيا په هېواد کې د تاوتريخوالي د رواجولو سبب شي او د هېواد په ګټه نه دي.
نبيل وويل چې د دوى انتخاباتي ډله په هېواد کې د ملي روغې جوړې حکومت د جوړولو غوښتنه کوي او په هېواد کې د بحران د مخنيوي لپاره به داسې ډلې جوړې کړي چې له سياسي مشرانو سره خبرې وکړي چې په هېواد کې د روانو ناخوالو د پاى ته رسولو لپاره هلې ځلې وکړي او د خپل کار له پايلو او د سياسي مشرانو له نظر څخه خلک خبر کړي.
رحمت الله نبيل په هېواد کې د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د سولې او امنيت انتخاباتي ډلې مشري کوله.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته