سیاست

قانونپوه سروردانش: د افغانستان اساسي قانون ټول قومونه او فرهنګونه په رسميت پيژندلي دي

کابل باختر  دمرغومي لومړي :
د جمهوري رياست مرستيال قانونپوه سروردانش نن د (الينا) قوم د ټولنيزې  شورا له پتې څخه د پشه يي او نورستاني قومونو له ګڼ شمېر مشرانو، مخورو او ځوانانو سره وکتل .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د الينا قوم ټولنيزې شورا چې په افغانستان کې پشه يي او نورستاني  قومونه پکې شامل دي؛ خپلې سيمه ئيزي ستونزې د جمهور رييس له مرستيال سره شريکې کړې او د اړوندو سيمو د خلکو د ستونزو او مطالبانو د څيړنې  لپاره يې د ملي وحدت د حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه .
د الينا قوم ټولنيزې شورا د دې ترڅنګ چې د جمهوري رياست د دويم معاونيت  دفتر يې د افغانستان د خلکو د ستونزو او غږ د اوريدو لپاره يوه مهمه پته وبلله؛ ټينګار وکړ چې پشه يي او نورستاني قومونه په افغانستان کې ډير محروم قومي لږکي دي .
د دغې شورا د څرګندونوله مخې: همدا اوس د دغو دوو قومونو ګڼ شمېر خلک د افغانستان په ختيځو او شمالي سيموکې ژوند کوي، خو تر اوسه پورې په بېلابېلو برخوکې د هغوى د غوښتنو او مطالباتو د څيړنې لپاره هيڅ راز پاملرنه نه ده شوې .
د سړکونو او مواصلاتي لارو جوړولو ته پاملرنه، د ښوونځيو، روغتونونو او د روغتيايي مرکزونو د کمښت د ستونزو لرې کول، د دولتي  ادارو په جوړښت کې د دغو دوو قومونو نه مشارکت، په نورستان ولايت کې د يوه پوهنتون جوړول، د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې د بريښنا د بند جوړولو ته د بودجې بېلول  او د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د نورستان ولايت د اړوندو ولسواليو د پاکولو لپاره جدي پاملرنه، په دغه ولايت کې د کانونو د قاچاقو مخنيوي، د نورستان د چارتراش لرګيو د صادراتو قانونمند کول او په خپله دغه ولايت ته د هغو د عايداتو تخصيص په دې  کتنه کې د دغې شورا د مهمو او اساسي غوښتنو په توګه طرحه شوې .
دغې شورا  دغه راز د جمهور رييس له مرستيال څخه وغوښتل چې د پشه يي او نورستاني قومونو د هويت د څرګندولو او معرفي کولو لپاره د يوې فرهنګي  غونډې په جوړولوکې همکاري وکړي چې د جمهور رييس د مرستيال له خوا يې هرکلى وشو .
په مقابل کې دجمهور ريس د الينا قوم دټولنيزې  شورا دحضور له امله  مننه وکړه او د پشه يي او نورستاني قومونو د خلکو له غوښتنو او مطالباتو سره يې ملاتړ اعلام کړ .
د جمهور رييس مرستيال وويل چې د افغانستان اساسي قانون ټول قومونه او فرهنګونه په رسميت پيژندلي دي اوموخه يي له برابرو حقوقو او امتيازونوڅخه د قومونوګټې اخستل دي او بايد د عملي کولو په لاره کې يې هڅه او هاند وشي .
د جمهور رييس مرستيال د هغې فرهنګي ويښتيا چې د سراسري اجماع لپاره د پشه يي او نورستاني قومونو ترمنځ رامنځته شوې ده؛ هرکلى وکړ او دا کار يې د دغې شورا د پرمختګ لپاره يو ګام وباله.
په پاى کې د جمهور رييس مرستيال د الينا قوم له غوښتنو او مطالباتو سره  خپل ملاتړ اعلام کړ او ژمنه يې وکړه چې د دغو خلکو غوښتنې او مطالبات له جمهور رييس سره شريک کړي او په عملي کولوکې يې هڅه او هاند وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته