امنیت

پوليسو څه دپاسه پنځه سوه پنځوس کيلوګرامه نشه يي توکي ضبط کړل .

کابل باختر  دليندي  يوولسمه :
دروان کال په بهير کې  دنشه يي توکو يوشپيته تنه قاچاق وړونکي دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې دپوليسو له خوا نيول شوي دي .  دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې مدير سمونوال نظام الدين نظام دباختراژانس خبريال ته وويل چې دنشه يي توکو له دغو قاچاق وړونکو څخه يوسلو اووه څلويښت کيلوګرامه اپين ، درې  سوه نوي کيلوګرامه چرس ، دهيروئينو پنځه ويشت کيلوګرامه پودر ،  ٤٥ ليتره الکولي  مشروبات او  ٤٠ کيلوګرامه تخمر شوي مميز ترلاسه شوي دي .
  ده زياته کړه چې دغه راز اوولس موټرونه څلور  ديرش موبايل تيلفونونه  دوه توغندي ويشتوونکي  ، يوپيکا ،  دوه کلاشيکوفونه او يو دوربين هم ضبط  شوي دي .
ده زياته کړه چې دملګروملتو دسازمان له خوا  دترسره شوې سروې له مخې په روان کال کې دبغلان ولايت په شپږو ولسواليو کې دڅه دپاسه اته سوه نهه څلويښت  هکتاره ځمکې په ساحه کې کوکنار کرل شوي دي چې له نيکه مرغه دنباتي افتونو په خپريدو سره په سلوکې اويا يې له منځه تللي دي .
   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته