امنیت

لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دوږي دمياشتې ١٩ :
لس تنه وسله وال طالبان  دروزګان ولايت په خاص روزګان ولسوالۍ کې   له پوځيانوسره په  نښتو کې ووژل شول.
دغه جګړه تيره شپه  هغه وخت  ونښته چې  يوې ډلې موټرسايکل سپرو طالبانو  په څو امنيتي پوستو بريد وکړ.
په روزګان ولايت کې دملي اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ په دې  جګړه کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې اته تنه وسله وال طالبان  دروزګان ولايت مرکز تيرنکوټ  ښارته څيرمه  له پوځيانو سره  دجګړې په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړه نن سهار هغه وخت ونښته  چې وسله والو طالبانو دپوليسو په يوې
پوستې بريد وکړ.
دغه راز په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې د روزګان ولايت  په چارچينو ولسوالۍ  کې  د جګړې په بهيرکې  نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د روزګان ولايت  پوځي مقامات وايي  چې  طالبان دماتې او تيښتې په حال     کې دي او دسر  دزيات زيان په زغملو سره د جګړې له ډګر څخه تښتي.
په همدې حال کې په تيرنکوټ ښار او دروزګان ديوشمير ولسواليو دجګړو       شاهدان وايي چې  دوسله والوطالبانو په لسګونو مړي يې په خپلو سترګو ليدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته