امنیت

په تخارکې يوتن ديوې اندازې مهماتواوجنګي وسايلو دليږدولو په تور ونيول شو

کابل باختر دتلي يوولسمه :
يوه اندازه مهمات او جنګي وسايل د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دريمې امنيتي حوزې  د منسوبينو له خوا کشف او شنډکړى شول.
دتخار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال نور محمدحکيمي د باخترآژانس  خبريال ته وويل: په دغو مهماتو او جنګي وسايلو کې يوه پيکا،  يوکلاشينکوف، د کلاشينکوف اته سوه ګولۍ، د توغندي څلويښت ماينونه، د هاوان پنځوس  ماينونه، نارنجک، اويا ګولۍ، د پيکا دوه صندوق ګولۍ، څلور بيرله پترول او درې بيرله ديزل شته.
د خبرځاى دڅرګندونوله مخې: دغه مهمات په يوه پيکپ ډوله موټرکې د درقد ولسوالۍ د يوتن اوسيدونکى مسعود الحق څخه چې غوښتل يې هغه له تخار ولايت څخه درقد ولسوالۍ ته وليږدوي؛ د دريمې امنيتي حوزې د پوليسو له خواکشف او د دغومهماتو د ليږدولو په تور د موټر چلوونکى ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته