کابل / د کب ۲۱ مه / باختر
د سی.اچ. آی. موسسې په مالي ملاتړ په شبرغان ښآرکې نن پر څه ناڅه ۸۴۰۰ اړو کورنیو د خوراکي توکو د وېش بهیر پیل شوی دی.
د جوزجان د اقتصاد رییس مولوي محمد ظریف فایز باخترآژانس ته وویل چې په مرسته کې به پر هرې کورنۍ اوړه، غوړي، مالګه او دالنخود ووېشل شي.
د هغه د څرګندونوله مخې، د مرستې په لومړۍ پړاوکې پر۳۸۵۹ کورنیو ، په دویمه پړاو کې پر۱۷۵۵ کورنیو او په دریمه پړاو کې پر۲۷۹۹ کورنیو خوراکي توکي وېشل کېږي.
ع