امنیت

په فراه کې دانسان تښتونکو ديو بانډ د مشر نيول کيدل.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٣
په  فراه  ولايت کې دانسان تښتونکو ديو بانډمشر دملي امنيت دځواکونو له خوا ونيول شو او دملي امنيت ځواکونو  دوه تنه تښتول شوي  افراد  ژغورلي دي .
ددغه بانډ مشر عبدالعزيز ، چې د فراه دملي امنيت دځواکونو دځانګړو عملياتو په بهير د بالا بلوک ولسوالۍ  دبيو له سيمې څخه  ونيول شو چې د لسګونو انسان تښتونې  د پيښو تور پرې لګول  شوى دى .
د فراه د ملي امنيت  يوخبرځاى  باختر آژانس ته  وويل   :
ددغه باند مشر عبدالعزيز له زياتې مودې څخه  د دوى تر تعقيب لاندې و.
ويل کيږ ي دغه  بانډ د فراه ولايت او په تيره بيا د دغه ولايت  په لويه لاره کې  بډاى
افراد تښتول او دهغوى له کورنيو څخه د زياتو پيښو له ترلاسه کولو وروسته  يې بيرته خوشې کول .
ددغه بانډ وروستى کار د فراه ولايت د انار درې له ولسوالۍ څخه د عصمت الله او نورالله تښتول  و .
د فراه دملي امنيت مسوولين وايي چې دغه  بانډ دغه دوه تنه دپيسو د ترلاسه  کولو په  خاطر تښتولي  و او په بابلوک ولسوالۍ کې يې  ساتل .
تښتوونکو ددغو دوو تنو کورنيو ته  خبر  دارى ورکړى و  که   زياتې پيسې ورنه
کړي او يا هم امنيتي ځواکونه  خبر ورکړي دهغوى بچيان به   و وژني .
په همدې حال کې  د  فراه   د  ملي امنيت منسوبين وايي چې د دغه بانډ د مشر عبدالعزيز په نيولو سره په  دغه ولايت کې به دانسان تښتونې پديده لږه  شي.
له عبدالعزيز او ددغه بانډ له نورو غړو  څخه  تحقيقات پيل شوى دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته