کابل باختر د وږي دمياشتې ١٦
د استراليا خلک نن په پارلماني انتخاباتو کې د ګډون لپاره د رايې ورکولو
ضدقوتونو ته ځي.
نظرسنجونې دشپږ کلنۍ واکمنۍ وروسته د کارګر واکمن ګوند دماتې داحتمال څرګندوى دي .
په دغو انتخاباتو کې صدراعظم کوين راد دمخالفانو له مشر باتوني ابوت سره سيالۍ کوي.
داستراليا دقوانينو له مخې ، هغه ټول اتباع چې عمريې له اتلسو کلونو څخه پورته وي بايد په انتخاباتو کې ګډون وکړى او د رايې ورکوونکو شمير څه دپاسه څوارلس مليونه تنه کيږي.
کوين راد دغبرګولي په مياشت کې دصدارت له مقام او دکارګرانو له رهبرۍ څخه دجوليا ګيلارد له ګوښه کيدو وروسته ، دپارلماني انتخاباتو دترسره کولو غوښتنه کړې وه.
دبودجې کسري کمښت او له غيرقانوني مهاجرينو سره مقابله دنوماندانو دانتخاباتي پروګرامونو په سر کې ځاى لري.
دواړو ګوندونو د سمندر له لارې دپناه غوښتونکو له غير قانوني ورتګ سره دمقابلې لپاره سخت سياستونه اعلام کړي دي چې دپناه غوښتونکو دحقوقو دمدافعو ډول له مخالفت سره مخامخ شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل