اقتصاد

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې په یوه قرارداد کې له دوه سوه ملیونو ډالرو زیاته سپما وشوه

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمداشرف غني  په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون  نن له غرمې مخکې  په ارګ کې خپله  اوونیزه غونډه وکړه.
دجمهوررييس دوياند مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې غونډه کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، د ملي دفاع، کورنیو چارو، ټرانسپورټ، مالیې، کرنې او پوهنې وزارتونو او د ملکي هوایي چلندد خپلواکې ادارې قراردادونه وڅيړل شول. ځینې قراردادونه منظور او ځینې یې د زیات دقت او لازمو اصلاحاتو په خاطر بلې غونډې ته پاتې شول.
د ملي تدارکاتو کمیسیون پرېکړه وکړه،  چې د پوهنې وزارت د ۶۲ ملیونه افغانیو په ارزښت د تصویب شوي قرارداد په اساس به درې ملیونه ټوکه کتابونه داخلي مطبعو ته د چاپ لپاره ورکړل شي.  له دغو کتابونو څخه به ۲،۱  ملیون زده کوونکي ګټه واخلي.
همدارنګه د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې په یوه قرارداد کې له دوه سوه ملیونو ډالرو زیاته سپما وشوه او د خوست ولایت د هوایي ډګر د قرارداد په اړه پرېکړه وشوه چې د خوست والي به  دغه قرارداد د لا شفافیت  په موخه په دقت او هر اړخېزه توګه وڅيړي. 
د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې د ملي دفاع وزارت ته د دغه وزارت  د قراردادونو له څيړنې وروسته لارښوونه وشوه چې  د درملو قراردادونه دې د عامو اجناسو له تدارکاتي پروسې څخه واېستل شي او خاص تدارکاتي چوکاټ دې ورته جوړ شي.
جمهور رئیس غني له سیستیکا ادارې څخه مننه وکړه، چې د ۸،۹ ملیاردو افغانیو پخواني پاتې رقم په اړه یې د ملي تدارکاتو کمیسیون ته معلومات ورکړل او پرېکړه وشوه چې د ملي دفاع  وزارت سرپرست وزیر به د دغو ۸،۹ ملیارده افغانیو د لګولو لپاره ځانګړی پلان جوړوي.
جمهور رئیس دغه راز له سیستیکا ادارې مننه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت د ۹۲۵ قراردادونو له جملې څخه یې په ۸۸۸ قراردادونو کې د قانوني ستونزو په تشخیص کې برخه اخیستې  او په اړه یې د ملي تدارکاتو کمیسیون سره همکاري کړې ده .
د ډاکټر  قادر ودان په مشري د متخصصینو ټیم ارزونه ښیي چې د ۲۰۱۶ م کال تر پایه پورې په افغانستان کې د پاسپورټونو چاپ ممکن دی، خو  تر هغه وخته باید د اړتیا وړ یو ملیون پاسپورټونو د چاپ  لپاره پخواني قرارداد ته دوام ورکړ شي.
په غونډه کې د مالیې وزارت د ساختماني قراردادونو په اړه پرېکړه وشوه، چې د ملګرو ملتونو ادارې په ځانګړي ډول  UNOPS اداره باید د ساختماني قراردادونو په داوطلبۍ کې برخه وانخلي، خو د دې کار د پړاويز تطبیق د انتقال لپاره باید یوه طرحه چمتو شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته