کابل / د چنګاښ ۳۰ / باختر
پوځيانو د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د پرمختک خبرورکړ.
دغه ولسوالۍ څه نا څه یوه اوونۍ مخکې د طالبانو ترکنترول لاندې وه خو، ویل کېږي پوځيانوپه دې بریالي شوي دي چې د دغې ولسوالۍ ځینې برخې بېرته ونیسي.
د را رسېدولوخبرونوله مخې، پرون نجراب ولسوالۍ د پوځيانواو طالبانوترمنځ د سختوجګړو ډګر و.
د هېواد په شمال ختیځ کې یوجګپوړي پوځي مقام باخترآژانس ته وویل چې په دغو جګړو کې ۲۶ وسله وال طالبان ووژل شول او ۸ تنه نورټپیان شول.
هغه وویل چې پوځيان به ډېرژر د نجراب ولسوالۍ له طالبانوڅخه پاکه کړي.
طالبان په دې اړه څه نه دي ویلي.
-ع