کابل – باختر د وري دمياشتې ٢
د افغانستان د عالمانو د سراسری شوری د خواښوږۍ او ډاډګرینی پیغام
په ډیرې خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د دین او وطـن دښمنانو د لغمـان ولایت د مرکـزی جامع جـماعت خطیب قـاری روح الله په شهـادت ورسـاوه.
انـا لله و انـا الـیه راجـعون
دى یو تکـړه عالم او په هېواد مین شخصیت وو شهـادت یې ستـره ضـایع ده د افـغانستـان د عالمانو سراسری شوری دغه ناوړه عمل په کلکه غندي او د لوی خدای (ج) څخه شهید ته فردوس جنت کورنۍ، دوستان ، علمای کرامو او د لغمان مجاهد ولس ته جمیل صبر او قاتلینو ته یـې د سختـی سزا غوښتنه کوي او د دولتـي اړوندو مراجعو څخه غواړی تر څـو ددې جنـایت عاملین پیـدا او د قـانون منګلـو ته یـې وسپـاری.
2 1 دقیقه لوستل