سیاست

جمهوررئیس غني له ازبک او ترکمن مشرانو سره وکتل

کابل_باختر د لړم د مياشتې٢١مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازیګر د ازبک او ترکمن قومونونو له یو شمېر مشرانو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د نورو په استازیتوب  خبرې وکړې او یادو قومونونو ته یې د جمهوررئیس د ځانګړې پاملرنې مننه وکړه وې ویل: اوسنیو شرایطو ته په کتو له بحران څخه د خلاصون یواځينۍ لار د ملي یووالي حکومت د برنامو ملاتړ دی او موږ هم د هېواد د نورو قومونو په څېر د خپل حکومت ملاتړ کوو.
وروسته د ولسي جرګې غړي قدرت الله ذکي، د ترکتبارانو د پیوستون شورا رئیس سیدنعمت الله سادات او عزیزالله ارال د خبرو پرمهال د ازبک او ترکمن قومونو هغه سیمه ییزې ستونزې چې د دواړو قومونو ګډې کمېټې ترتیب کړې وې، په لیکلي ډول مطرح کړې.
هغوی د امنیت د ټينګښت، د پوهنې او روغتیایې اسانتیاوو د برابرولو، د شمالي په ولایتونو کې د انکشافي پروژو د عادلانه تطبیق، عادلانه مشارکت او په دولتي ادارو کې د دغو قومونو د کدرونو د جذبولو په اړه خپل وړاندیزونه او غوښتنې له جمهور رئیس سره شریکې کړې او همدارنګه یې د یادو قومونو ستونزو او غوښتنو ته د رسیدګۍ په موخه د شپږ کسېزې کمېټې د جوړېدو وړاندېز هم وکړ.
جمهوررئیس غني د غونډې د ګډونوالو د خبرو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته  وویل، موږ او تاسې ټول ګډه لار لرو چې دا لاره د یوې ورځې یا څو کلونو نه، بلکې د افغانستان د ملي یووالي څو سوه کلنه لاره ده.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه: په دولتي ادارو کې د افرادو مقررۍ د وړتیا او شایسته ګۍ پر اساس ترسره شوې دي او یوه څوکۍ هم د کوم ځانګړي قوم په انحصار کې نه ده.
جمهوررئیس غني وویل، د خم‎اب او قرقین ولسوالیو ته د برېښنا رسول زموږ د لومړیتوبونو څخه دي. هغه زیاته کړه په تېرو دریو کلونو کې مو له مرکزي اسیا او په ځانګړي ډول د افغانستان  ګاونډیو هېوادونو سره پیاوړې اړیکې  تامين کړي او په راتلونکو کې به د لا ډېرو تحولاتو شاهدان و اوسو.
جمهوررئیس  د افغانستان د وروڼو قومونو د یووالي او پیوستون هرکلی وکړ وې ویل: زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شوي او ډېر ژر به تاسې د هېواد په شمال کې د امنیتي وضعیت د بدلون او لا ښه والي شاهدان و اوسئ.
د دې کتنې په پای کې جمهوررئیس د ازبک او ترکمن قومونو له مشرانو وغوښتل خپلې واضح طرحې چې د دوی د اړتیاوو ځواب ویونکې وي وړاندې کړي. هغه ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره د کمېټې د جوړولو هرکلی وکړ وې ویل، له یادې کمېټې سره به میاشتنۍ ناستې ولري.#
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته