امنیت

په تخارکې یو ماشوم د انسان تښتوونکوله منګولوڅخه آزاد شو

کابل / د غبرګولي ۹ / باختر
د تخار د ملي امنیت منسوبینو نن یو ۵ کلن ماشوم د انسان تښتوونکوله منګولوڅخه آزاد کړ.
د تخار یوې امنیتي سرچېنې د باخترآژانس خبریال ته وویل چې انسان تښتوونکو ۴ ورځې مخکې د تخار د تالقانو ښار د لومړۍ حوزې د جیق د کلي اوسېدونکی محمد زکریا یې د ده له کورڅخه څېرمه وتښتاوه او د آزادولوپه بدل کې له کورنۍ څخه يې ۵۰۰۰۰۰افغانۍ غوښتې وې.
د خبرځای د څرګندونوله مخې، د تخار د ملي امنیت منسوبینو د ځای له تثبتولو وروسته په عملیاتوکې دغه ماشوم د انسان تښتوونکوله منګولوڅخه آزاد کړ او کورنۍ ته یې وسپاره.
د دغې پېښې په اړوند یوتن نیول شوی دی.
پای-جهانیار

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته