نړۍ

د فرانسې پارلمان د يوه حکومت په توګه د فلسطين د په رسميت پيژندلو د پريکړه ليک په باب خبرې وکړې

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٨
د فرانسې پارلمان پرون د فلسطين د دولت د په رسميت پيژندلو پريکړه ليک وڅيړه.
ټاکل شوې ده چې فرانسوي قانون پوهان د روان کال د ليندۍ د مياشتې په يوولسمه نيټه په يوه سمبوليکه ټولپوښتنه کې د پاريس له خوا د فلسطين د په رسميت پيژندلو په باب تصميم ونيسي.
د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ خبروکې د ځنډنى پرمختګ په خاطر د اروپا د اتحاديې د ناهيليو په څپوکې د بريتانيا، ايرليند او د اسپانيا د پارلمانونو ورته پريکړه ليکونه تصويب کړي دي .
د سويډن حکومت له دې څخه هم وړاندې تللى او د فلسطينيانو اداره يې د يوه رسمي دولت په توګه په رسميت پيژندلى دى .
د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي بانکي مون ويلي دي چې د اسراييلو او فلسطينيانو د شخړې په سياسي حل کې د پرمختګ لپاره د نړيوالې ټولنې ماته د دې سبب شوې ده چې حکومتونه او پارلمانونه د فلسطين د دولت د په رسميت پيژندلو په لاره کې په دغه شان اقداماتو لاس پورې کړي.
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير خبردارى ورکړ چې دغه هيواد به د اسراييلو او فلسطنيانو د نړيوالومنځګړو او د سولې د خبرو د ناکاميدو په صورت کې د به فلسطين دولت په رسميت وپيژني.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته