کابل / دسلواغې ۲۴ مه / باختر
د ملګرو ملتو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د پکتیکا په مرکزي روغتون کې د سترګو د درملنې یو مرکز جوړ کړ.
دغه مرکز د سترګو د درملنې ، معاینې او د عملیاتو په عصري طبي دستګاوو او وسایلو سمبال دی .
د پکتیکا د عامې روغیتا رییس ډاکترحکمت الله عصمت باخترآژانس ته وویل چې د دغه مرکز په پرانیستلو سره په پکتیکا کې د سترګو د ناروغانو ستونزې حل شوې.
هغه تاییده کړه چې هره ورځ د سترګو تر۲۵ ناروغان د امکاناتو د نشتوالي په دلیل، اړ کېدل چې خصوصي روغتونونو ته لاړشي.
د پکتیکا اوسېدونکو په مرکزي روغتون کې د سترګو د ناروغیو د درملنې مرکز پر جوړېدو خوښي وښوده.
دوی وايي له دې وروسته دې ته نه اړ کېږي چې د سترګو درملنې لپاره خصوصي روغتونونو ته مراجعه وکړي او یا نورو ولایتونوته سفر وکړي.
ع