کابل / د وري ۲۳مه / باختر
د افغاني سرې میاشتې ټولنې، په پروان کې پر ۴۰۰ اړو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو د وېش خبر ورکړی دی.
دغې ادارې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې نن د پروان د غوربند درې د شینوارو ولسوالۍ پر ۴۰۰ اړو او بې وزلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
د ترکیې د سرې میاشتې په دغو مرستو کې اوړه، مکروني، وریجې، لوبیا، نخود، چای، عدس، رُب، مالګه، جامې او کمپلې شاملې دي چې پر اړو کورنیو ووېشل شوې.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې، دوه ورځې وړاندې هم په بلخ او غور کې له ۱۳۰۰ اړو او بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کړې وه.
وهاج