سیاست

جمهورريیس غني: پر صنعتي پارکونو پانګونه ملي لومړیتوب دی

کابل/ د ليندۍ ٣مه/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمداشرف غني په مشرۍ غونډې پرون ماښام د صنعت او سوداګرۍ وزارت وضعیت او په دغه وزارت کې د بنسټيزو اصلاحاتو د تطبیق څرنګوالی وارزوه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې جمهورريیس ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره د ستراتېژۍ او پالیسۍ جوړولو په خاطر د صنعت او سوداګرۍ وزارت کړنې وستایلې او ويې ویل: دغه وزارت کولای شي ټولو وزارتونو ته بریالۍ بېلګه واوسي.
هغه زیاته کړه: یاد وزارت باید د خپلو بنسټيزو اصلاحاتو پلي کولو او کاري ستراتېژۍ د تطبیق په برخه کې ټاکل شویو موخو ته د رسېدو په خاطر، د عمل مشخصه برنامه ولري.
وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي د اصلاحاتو، تشکیلاتو د تنظیم، د مسلکي او پیاوړو کادرونو د ځاى پر ځای کولو او د افغانستان د صادارتو پر زیاتولو د تمرکز په اړه خپل راپور وړاندې کړ او ويې ویل: د تېر کال په پرتله د هېواد د صادراتو کچه ۵۷ سلنې ته رسېدلې، د محصولاتو لپاره مو مارکیټونه پیدا کړي او خصوصي سکتور ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
اجمل احمدي وویل: د سوداګریزې او ترانزیټي پالیسۍ جوړولو ترڅنګ مو د سیمې او نړۍ له ۱۳ هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې ایجاد کړې دي، دغه راز د سیمه ییز اتصال او هوايي او ځمکنیو دهلېزونو د مطالعې لپاره د جمهورريیس پر لیدلوري زیات کار شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست څرګنده کړه: د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره د افغانستان له ۸۶ ژمنو څخه مو پر ۳۵ عمل کړی او په همدې ترتیب مو په ۱۳ بهرنیو هېوادونو کې افغان شرکتونو ته د ګډون زمینه برابره کړی ده.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل: موږ د صادراتو د بازارموندنې ستراتيژي جوړه کړې او په بېلابېلو ولایتونو کې مو د صنعتي پارک پروژې بشپړې کړې دي.
جمهورريیس غني د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست د خبرو له اورېدو وروسته وویل: اوس باید له کمیت څخه کیفیت ته ولاړ شو او د صادراتو د کیفیت لوړولو په برخه کې باید جدي بدلونونه راوستل شي.
هغه د پانګونې د اسانتیا لپاره د دولت پر رول او د صادارتو د زیاتولو پر تمرکز ټینګار وکړ ويې ویل: د صادراتو لپاره دې پر ځنځيري ارزښت تمرکز وشي او په بهرنیو هېوادونو کې دې د افغاني محصولاتو بازار موندنې ته زیات کار وشي.
جمهورريیس په مهمو سوداګریزو سازمانونو کې د افغانستان غړیتوب مهم وباله او ويې ویل: د سیمې له هېوادونو سره باید د ترانزیټي موافقتنامو په برخه کې پایلې ته ورسېږو.
هغه څرګنده کړه: پر صنعتي پارکونو پانګونه ملي لومړیتوب دی.
جمهورريیس غني د خپلو خبرو په پای کې پر تولیدي شرکتونو د لازیاتې پاملرنې ټینګار وکړ او ويې ویل: د تولید ظرفیت باید لوړ او د وارداتو لپاره مناسب بدیل ولټول شي چې پر خپل ځان بسیاینې ته ورسېږو.#
پاى/ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته