سیاست

دسترې محکمې رييس دقضايي سيستم په منظمې څارنې باندې ټينګار وکړ .

کابل باختر د وږي  نهمه :
دقضيو دمديريت سيستم دنظاتي هيئت غونډه نن دسترې محکمې درييس قانونپوه سيد يوسف  حليم په مشرۍ  جوړه شوه .
  دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ.  په دې غونډه کې چې دعدلي ،  امنيتي او قضايي ارګانونو استازو ،  دافغانستان دعدلي  سکتور دملاتړ دپروګرام رييس او مسوولينو او ددغه دفتر ځينو سلاکارانو برخه لرله  دسترې محکمې رييس دجزايي قضيو دمديريت سيستم دکشف ، تحقيق او محاکمې  په پړاونوکې دمعلوماتي بانک په توګه  ارزښتناک وباله او داکار يې دقضيو دمحرمو او حساسو معلوماتو دتنظيم او ساتنې  دکشفي ، تحقيقي  اوقضايي  بنسټونو  ترمنځ د همغږۍ  درامنځته کولو ، دشفافيت دپيدايښت  ځواب ورکولو ، دهيواد له ګوټ ګوټ څخه دجزايي قضيو په معلوماتو دمسوولينو او ددعوا دلورو دلاسبري  دبرابرولو او هم په خپل وخت  دقضيو دڅيړنې په بيلابيلو پړاونوکې دقانون دتطبيق په باب  د ډاډ  دترلاسه کولو په لاره کې  مهم وباله .
  ده هيله وکړه چې نظارتي هيئت وکولاى شي ددغه سيستم دفعاليت بهير په منظمه توګه وڅاري  او دقضيو دمديريت دسيستم  دمدني ، تجارتي ، عامه حقوقو او دشخصيه احوالو دبرخې په ګړندي کولو کې زياته پاملرنه وکړي .
وروسته دافغانستان دعدلي سکتور دملاتړ ددفتر رييس رحيم الله مجددي دعدلي او قضايي سکتور دپروګرام دملاتړيزو فعاليتونوپه باب  خبرې وکړې او هم ددغه دفتر څو تنو  مسوولينو دقضيو دمديريت دنوي سيستم دارزښت ، دقضيو دمديريت دسيستم دچارو دتنظيم دمقررۍ ، دپخواني مجلس دتصويبونو  دتوضيح او اجرا کولو او دغه راز په ولايتونوکې دقضيو دمديريت  د سيستم دحالت او په موضوع پورې داړوندو متفرقو مسئلو په باب رپوټونه وړاندې کړل چې په هر مورد کې خبرې اترې وشوې .
په پاى کې دراتلوونکې غونډې دجوړولو نيټه او کوربه اداره مشخصه شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته