امنیت

وسله وال طالبان دکندز له ښار څخه وشړل شول

– کندز باختر/ دوږي10مه
د هېواد پوځيانو وسله وال  طالبان تېره شپه په بشپړډول د کندز له ښارڅخه وشړل.
دباختراژانس دخبرله مخې ؛ وسله والوطالبانو دوه شپې مخکې له څو استقامتونو څخه دکندز په ښار بريدونه وکړل  چې دپوځيانو له مقاومت سره مخامخ شول او په بشپړ ډول دکندز له ښار څخه وشړل شول .
په دغوبريدونو کې  وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت  چې دقيق شمير يې معلوم نه دى .
سيمه ييزخبرځايونه وايي،  د وسله والو طالبانو په دغو  بريدونو کې  يو شمير زياتو کورنيو خپل کورونه پريښودل او له ښارڅخه بهر پناه واخيسته .
دوسله والو طالبانو په دغو بريدونو کې  ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دوياند په ګډون څوتنه ملکي او پوځيان شهيدان شول او په لسګونو نورملکي کسان ټپيان شول او يوشمير داستوګنې کورونه ، بازارونه  او ځينې دولتي ودانۍ زيانمې شوي دي .
دوسله والو طالبانو  دغه بريدونه د ملي دفاع وزارت دسرپرست  اسدالله خالد ،  دکورنيو چارو وزارت سرپرست،مسعود اندرابي  او دناتو دعمومي قوماندان  جنرال سکات ميلر په قوماندې  په هوايي  او ځمکېوبريدونو سره په شا وتمبول شول.
په کندز ښار دوسله والو طالبانو په غبرګون کې  دهېواد جمهوررييس محمداشرف غني  په خپل وخت  دامنيتي او دفاعي منسوبانو داقدام ستاينه وکړه .
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته