اقتصاد

روسيې دافغانستان لوري ته درې زره ټنه اوړه وسپارل

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٣ :

روسيې ديوڅلويښتو بار وړونکو وسايطو په واسطه  درې زره ټنه  اوړه  دحيرتانو په بندري ښارګوټي کې دافغانستان لوري ته وسپارل.

دبلخ په ولايت کې سيمه ييز مقامات وايې دغه مرسته  دهغو تفاهم ليک له مخې وشوه  چې دروسيې دبيړنيوحالاتو وزارت  اودبلخ ولايت دکرنې او اوبولگولو داداري درييس ترمنځ  څه موده مخکې لاسليک شوي و.

په مزارشريف کې د روسيې سرقنسل الکساندرګلبان په هغو مراسمو کې چې له  همدي امله دحيرتانو په بندري ښارګوټي کې پرځاى شوي وويل  روسيې مقاماتو دافغانستان دخلکو داقتصادي حالت په پام کې نيولوسره  ددغې مرستي په ترسره کولو اقدام  کړي دي .

دروسيې دسرقنسل  دسرڅرگندونوله مخې دغه مرسته دروسيې دبيړنيو حالاتو دوزارت له خوا دافغانستان له لوري سره شوي ده .

دبلخ ولايت دکرنې اواوبولګولوداداري رييس کاتب شمس وويل دغه مرسته  له پيښوسره دمبارزې دتياري دملي کميټي  له پريکړي سره سم دافغانستان اوپه تيره بيا دبلخ ولايت  په کچه دزيانمنو شويو سيمو په خلکو ويشل کيږئ.

ده زياته کړه درې کاله مخکې هم روسيې له افغانستان سره دپنځه زره ټنو اوړو اوديوپنځوسو تراکتورونو مرسته کړې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته