سیاست

د جمهور رييس فوق العاده استازي د مشرقي ولايتونو له مشرانو او جهادي قوماندانانو سره وکتل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود د مشرقي ولايتونو له يو شمېر مشرانو سره وکتل.
د جمهور رييس د فوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د مشرقي جهادي قوماندانانو او مشرانو د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس د فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود د پروګرامونو د ملاتړ په ترڅ کې يو والى او پيوستون يې په هېوادکې د سولې او ثبات ضمانت کوونکي وبلل او ويې ويل: د مشرقي خلک هم د جهاد او مقاومت په وخت کې او هم اوس د ملي اتل شهيد احمد شاه مسعود ترڅنګ ولاړ وو او اوس هم د ملي اتل د ورور په توګه ستاسو هر اړخيز ملاتړ کوي .
دغه راز دوى د واټونو، ښوونځيو، روغتونو او په سيمه ييزو مرکزونوکې د کادرونو د کمزورتيا په ګډون خپلې يو لړ ستونزې د جمهور رييس له فوق العاده استازي سره طرحه کړې او د دغو ستونزو د حل کولو غوښتنه يې وکړه.
د جمهور رييس فوق العاده استازي د جهاد او مقاومت په وخت او اوس له نوي بهير سره د دوى د ملاتړ او هلوځلو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې ژمنه وکړه چې اړوندو مرکزونو ته لارښوونه کيږي چې د هغوى د ستونزو د حل کولو په لاره جدي اقدام وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته