کابل باختر د غبرګولي اته ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې د وروستيو بريدونو دعاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .
په ننګرهار ولايت کي د دوو چاودنو په نتيجه کې څه ناڅه ٥٠ تنه ووژل شول او په سلګونه تنه نور ټپيان شول .
دغه ځانمرګي بريدونه دطالبانو له خوا د اعلام شوي اوربند د درې ورځو په بهيرکې ترسره شول .
يو بريد د طالبانواو د خلکو په غونډه وشو او دويم بريد د جلال اباد ښار په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار له والي او له نورو مقاماتو سره د سولې له خبرو اترو وروسته په وسله والو طالبانو وشو .
د ننګرهار پوځي مقاماتو د دغو خونړيو بمي بريدونو عامل د داعش تروريستي ډله بولي .
د ننګرهار ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې څه ناڅه پنځوس تنه شهيدان او سل تنه نور ټپيان شول .
ده وويل: کشفي او استخباراتي بنسټونو د دغو خونړيو بريدونو د اصلي عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل