کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٨
دپکتيا ولايت د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزى رياست دنوي ودانۍ د بنسټ ډبره د پکتيا ولايت دمرستيال له خوا دمراسمو په ترڅ کې په پلاني ساحه کې کيښودل شوه.
دپکتيا ولايت مرستيال عبدالولي سهى دباختر آژانس خبريال ته وويل:
دغه ودانۍ په يو نيم جريبه ځمکه کې دګرديز ښار دلوړيوړيزو ودانيو په ساحه کې له نشه يي توکو سره دمبارزې وزارت له بودجې څخه ديوولسو مليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې جوړيږي.
ديوبل خبرله مخې دپکتيا ولايت دسوداګرۍ او صنايعو رياست دنوي ودانۍ دبنسټ ډبره نن دپکتيا ولايت دمرستيال له خوا کيښودل شوه ددغه ولايت دسوداګرۍ او صنايعو رياست ودانۍ په دوو پوړونو کې دسوداګرۍ او صنايعو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه دشلو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي چې په ودانۍ کې نهه خونې ،پخلنځي اونور ملحقات په پام کې نيول شوى دى.
1 1 دقیقه لوستل