امنیت

اته وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل /باختر / د زمري ۶مه
اته وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې ووژل شول.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولایت د ده یک ولسوالۍ په تاسنګ کلي کې د ایتلاف قواوو په هوایي برید کې ووژل شول .
نوري زیاته کړه چې په برید کې پنځه نور وسله وال طالبان ټپیان شول.
د یو بل خبر له مخې:
وسله والو طالبانو د غزني د آب بند ولسوالۍ په سرفراز کلي کې د وګړني پاڅون پر یوې قراګاه برید وکړ چې له امله یې د وګړني پاڅون ٤ منسوبين شهیدان او ١٠ نوريې ټپيان شول.
پاى/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته