ټولنه

د سترې محکمې اعلاميه

کابل باختردزمري دمياشتې٢٧نيټه :     
د سترې محکمې اعلاميه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت ستره محکمه اعلاموي چې د ١٣٩٧ کال د زمري د مياشتې ٢٩نېټه د دوشنبې په ورځ د ١٤٣٩ هجري قمري کال د ذوالحجې د مياشتې له نهمې نېټې سره برابره ده، د عرفې ورځ او سه شنبې د زمري د مياشتې ۳۰ نېټه چې د ذوالحجې د مياشتې له لسمې نېټې سره برابره ده، د نيکمرغه لوى اخترلومړۍ ورځ ده.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت ستره محکمه د نيکمرغه لوى اختر په مناسبت د خپلو مبارکيو مراتب او نيکې هيلې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس، د جمهوري رياست مرستيالانو، اجرائيه رئيس او د اجرائيه رياست مرستيالانو، جهادي معظمو مشرانو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رئيسانو او غړو، د کابينې محترموغړو، د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا  او د سولې د عالي شورا  رئيسانو او غړو او د افغانستان ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته وړاندې کوي او د الله  (ج) له دربارڅخه هيله کوي چې د مسلمانانو عبادتونه په خپل دربارکې قبول کړي او د افغانستان او نړۍ ځوريدلو مسلمانانو ته امنيت، سوله، سوکالي او آرامي ور په برخه کړي .
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته