ورزش

افغانستان د ايرلند هرکلى کوي

کابل باختر د ليندي  څوارلسمه :
د افغانستان او ايرلند د کرکټ ټيمونه سيالي کوي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د هېواد د کرکټ ملي ټيم نن په لومړنۍ يو ورځنۍ سياليوکې د ايرلند له ټيم سره لوبه کوي .
لوبه د کابل په وخت له غرمې وروسته په دوو بجو د متحده عربي اماراتو د شارجې د کرکټ په لوبغالي کې پيليږي .
افغانستان او ايرلند به د سه شنبې، پنجشنبې او راتلوونکي شنبې په ورځوکې درې لوبې ترسره کړي .
د کرکټ د نړيوالې شورا د دايمي غړيتوب له ترلاسه کولو وروسته دا د دوو ټيمونو لومړنۍ لوبه ده .
  د هېواد کرکټ بورد د دغوسياليوکوربتوب کوي.
  ختم_ عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته